خليلزاد له رشيد دوستم سره په ترکيه کې کتلي 

روهي (دوه نۍ/۹ د وري)، د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترکيه کې د ولسمشر له پخواني لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم سره کتلي دي. 

دغه ناسته کې عبدالرشيد دوستم ويلي دي چې ترکيه له پاکستان سره ښې اړيکې لري، پر طالبانو نفوذ او د افغانانو ترمنځ ښه نوم لري، چې په کوربتوب ناسته به يې اغېز لرونکې وي. 

ټاکل شوې ده چې د ترکيې په کوربتوب د استانبول ناسته به د راتلونکې اپريل مياشتې په ۱۵مه نېټه جوړه شي، خو شمېر رسنيو لېکلي دي چې طالبانو د وروژې مبارکې مياشتې وروسته د دغه ناستې پر جوړېدو ټېنګار کوي.