ولسي جرګې د داخلي امنيت کمېسيون ته دنده سپارلې چې خوست صبريو ولسوالۍ کې وروستۍ پېښه وڅېړي 

روهي (دوه نۍ/۹ د وري)، د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د خوست ولايت صبريو ولسوالۍ هغه پېښه باندې خبرې شوي چې په پايله کې يې د ماشومانو په شمول ولسي وګړي وژل شوي دي. 

د ولسي جرګې رئيس د کورني امنيت کمېسيون ته دنده سپارلې ده، چې په دې برخه پلټنې تر سره او پايلې يې له ولسي جرګې سره شريکې کړي. 

د خوست ولايت د ځايي اوسېدونکو د مالوماتو اړوند، صبريو ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو په پايله کې ۲۰ ولسي وګړو ته مرګ - ژوبله اوښتې ده، خو بيا خوست والي مهمند کټوازي رسنيو ته ويلي دي چې عمليات د طالبانو پر وړاندې شوي دي چې تلفات هم ورته اوښتي دي. 

طالبانو هم صبريو ولسوالۍ کې شوي پوځي عمليات غندلي دي او ويلي دي چې عمليات کې طالبان نه بلکې ځاي ولسي وګړي په نښه او قرباني شوي دي.