د استانبول ناستې په اړه د طالبانو او زلمي خليلزاد اختلاف 

روهي (دوه نۍ/۹ د وري)، ټاکل شوې ده چې راتلونکې اپريل مياشت کې د افغانستان د سولې بهير په اړه د ترکيې په کوربتوب او د ملګرو ملتونو په مشرۍ ناسته، چې طالبان او افغان حکومت به په کې برخه اخلي تر سره شي. 

د دغه ناستې په پار د افغانستان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمي خليلزاد هم ترکيې ته تللی. تمه ده چې خليلزاد به د استانبول ناستې په اړه له افغان چارواکو او طالبانو سره هم وګوري. 

ځيني سرچينو ويلي دي چې د استانبول ناستې د وخت په اړه د زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ د نظر اختلاف شتون لري او  طالبان پر دې فشار کوي چې دغه ناسته دې د روژې مبارکې مياشتې وروسته جوړه شي. 

د امريکا حکومت يو شمېر چارواکو هم ويلي دي چې ترڅو د استانبول ناسته کې د افغانستان د سولې برخليک څرګند نه شي، تر هغې له افغانستانه امريکايي ځواکونه نه وځي.