له لاريونونو وروسته، نورمحمد کوهنورد له دندې لېرې او عبدالظاهر فيض زاده  د غور نوی والي وټاکل شو 

روهي (دوه نۍ/۹ د وري)، غور ولايت کې د والي پر خلاف د دغه ولايت د يو شمېر اوسېدونکو له لاريونونو وروسته، والي نورمحمد کوهنورد له دندې ګوښه او عبدالظاهر فيض زاده يې پر ځای ټاکل شوی دی. 

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ويلي دي چې د دغه ادارې په وړانديز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ عبدالظاهر فيض زاده د غور والي ټاکل شوی دی. 

نورمحمد کوهنورد يو کال وړاندې د غور والي ټاکل شوی وو، خو د څو پر له پسې لاريونونو وروسته له دندې لېرې شو. د غور يو شمېر اوسېدونکو نوموړی د امنيت په راوستلو کې ناکام او په سيمه ييزو ادارو کې په قومي چلند تورن بللو.