هغه یوه نښه د یادیږي که نه

هغه یوه نښه د یاديږي که نه
چې هر ګییز به تر درشله راتلې
ته به له سپین موټره ښکته شولې
بیا به کالج ته، ته په خپله راتلې

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
ومه به ناست ستا د راتلو لارې ته
زه منتظر، ته به ناوخته راغلې
نور به ستومان شوم په لیدو لارې ته

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
چې ته به راغللې په ستره لاره
هغه د سره کالج په منځ دروازه
هغه د لوی چمن په بره لاره

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
چې ته به راغلې، بدل حاله به شوم
ستا په دیدن به لکه لمر ښکلی شوم
په زړه به خوښ شومه، خوشاله به شوم

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
چې تا غرور کړو، بې پروا ناسته وې
چې زه به راغلم د پسرلي موسم کې
له ما نه لرې به اوریا ناسته وې

هغه یوه نښه یادیږي که نه
چې تا به خپل ځان ایینه کې لیده
بیا به دې خیال کې خپل انځور جوړوه
خو دا تصویر د زما په زړه کې لیده

هغه یوه نښه د يادیږي که نه
چې ته به راغللې په سره لباس کې
کله په تور، کله په سپین کمیس کې
کله په سره ټیکري او شنه لباس کې

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
د ستر کالج د دوو کالو مجلس کې
تا به زما کېسه په ویاړ کوله
هغه د ژوند او د کېسو مجلس کې

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
تا وې چې زه یې په کیسو مینه
همزولو! اوس یې ډېر نظمونه اورم
زه یې په مینه او ګیلو مینه

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
چې تا به وې، دا ابتکاره انسان
دغه شاعر او سوی لَوَی سړی
دغه بلخېل او دا فنکاره انسان

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
تا به ویله، دا سندرې لیکي
دغه د چم د جینکو صفت کړي
دغه د خپل زړګي خبرې لیکي

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
چې تا په ناز وې، دا شرمیږي هم نه
دا د کالج په دنګو پېغلو عاشق
دغه ساده دی، هیڅ ډاریږي هم نه

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
چې تا به وې، زما نامه نه وایي
زما نامه ورته له غره نه درنه
په زړه یې اخلي، خو په خوله نه وایي

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
چې مې غزل د دراني لوستلو
بیا مې یو نظم د سعود ویلو
لاندې مې توری د زړګي لوستلو

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
چې مو په سترګو کې کېسې کولې
تا به په شونډو کې بلنه را کړه
خو زه خپه وم، ما ګیلې کولې

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
چې ما وې زه اوس بې زړه شوی یمه
تا وې چې ته په یو انسان مین یې
ما وې، زه ګونګ یم بې خوله شوی یمه

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
تا وې، چې ووایه په تا عاشق یم
ما وې، د دې خبرې ګټه څه ده؟
زه نه په تا، نه په لیلا عاشق یم

هغه یوه نښه د یادیږي که نه
چې په وروستۍ ورځ ستا لیدو ته راغلم
نور ته لیسانس ته، مانچستر ته لاړې
زه یګانه شوم، تورو شپو ته راغلم