تاجکستان ولې په افغانستان کې مداخله کوي؟

تاجکستان چې د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت و، په ۱۹۹۱ کال د شوروي له ورانیدو وروسته ازاد شو، هلته یو نیمه سیکولر نظام رامنځه او امام علي رحمانوف یې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، امام علي رحمان هغه دیکتاتور مشر دی چې په دېرشو کالو کې هیڅ ټاکنې نه دي تر سره کړي، بلکې په خپل زور تر ننه پاتې شوی، ټول دیموکراتیک ارزښتونه یې ځپلي دي، د ځان په ضد د خلکو هره ازادي یې له منځه وړې، پر ځینو ډلو او ګوندونو یې بندیزونه لګولي او له منځه یې وړي دي.

اوس پوښتنه دا را پورته کیږي چې د تاجکستان دا ولسمشر په کوم دلیل په افغانستان کې ازادي او دیموکراسي غواړي؟ زما په نظر رحمانوف په افغانستان کې نه ازادي غواړي او نه هم دیموکراسي، بلکې نوموړي په افغانستان کې د قومپرستۍ یو پروګرام پیل کړی، کوم چې په دې خاوره کې یو ځل بیا هغه ناوړه څېرې چې دا شل کاله یې د افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو وینې وڅښلې را واکمن کړي، رحمانوف د افغانستان په برخه کې د خپلو تاجکستانیانو استازیتوب هم نه شي کولای، زما په نظر د تاجکستان خلک چې اکثره مسلمانان دي په افغانستان کې د افغانانو په خوښه یو حکومت غواړي، خو ولې د قومپرست رحمانوف فکر دا دی چې په افغانستان کې د داسې یو حکومت جوړ شي چې هغه کې یوازې د یو قوم چې تقریبا پنځم اقلیت ګڼل کیږي پنځه نوي فیصده قدرت تضمین کړي، یوازې د یو واړه ولایت نه د په پوځ کې شپږ سوه بې سیواده او بیکاره کسان د جنرالانو په توګه ومنل شي، د دولت ټول مادیات او معنویات د یوازې د یو څو ناوړه څیرو چې ځانونه هم افغانان نه بولي په لاس کې شي او په دغه ولس د یوه کوچنۍ ډله چې آن د خپل قوم او سمت نماینده ګي هم نه شي کولای لاسبرې شي، رحمانوف دا شل کاله کې چې د هېواد د اکثریت خلکو حقوق په کې پایمال وو، د هیڅ ظالم په ضد غږ پورته نکړ، بلکې په افغانستان کې د ننه یې ځینې د بې اتفاقۍ او تفرقې دامونه کیښودل، چې تر ډېره د افغانستان خلک په کې بند شول، رحمانوف په افغانستان کې یوازې د یو څو فیصدو خلکو خواخوږی دی او بس.

امام علي رحمانوف په افغانستان کې د لاندې خلکو ملاتړ کوي:
۱- هغه خلک چې ځانونه افغانان نه بولي او آن دېته هم تیار نه دي چې د افغان په نوم تذکره او پاسپورټ واخلي.

۲- هغه خلک چې افغانستان یو متحد ملت نه بولي، د افغانستان تجزیه کول غواړي او افغان خاوره په شمال او جنوب ویشل غواړي.

۳- هغه خلک چې په تېر دولت کې یې نظام ننګوه او آن د تېرو پنځوسو کالو را هیسې یې د افغاني نظامونو خلاف د بغاوت غږ پورته کړی دی.

۴- هغه خلک چې دوی غواړي د افغانستان ملي ارزښتونه وران کړي او آن د افغانۍ پولي واحد نوم، افغانستان نوم، ملي سرود په پښتو ملي ژبه او نورو نومونه لرې کړي.
پورتنیو توضیحاتو ته په کتو امام علي رحمانوف په افغانستان کې یو ملي نظام نه غواړي، بلکې د یو څو بدرنګو څیرو د قدرت او واکدارۍ د تامین هڅه کوي، رحمانوف مخکې هم افغان اسلامي امارت په وخت کې د دوی مخالفین تامیلول، خو که چېرې به تاجکستان کې کومه حمله وشوه نو بیا به یې ویل چې دا تروریستي برید په افغانستان کې پلان شوی و، اوس هم تاجکستان د افغانستان وسلوال مخالفین ساتي خو که چېرته طالبان په متقابل عکس العمل لاس پورې کوي نو بیا دا کار د تاجکستان په چارو کې لاسوهنه بلل کیږي.

خلاصه دا چې تاجکستان په افغانستان کې یو افغاني نظام نه غواړي، بلکې یو تاجک ملیتي او فاشېست نظام واکمنول غواړي کوم چې د افغانستان خلک یې نه غواړي، طالبان چې اوس د افغانستان واکمنان دي باید د افغانستان ټولو قومونو ته متوازن حقوق ورکړي او هیڅکله د تاجکستان او نورو بدنیته هیوادونو فرمایشونه په نظر کې ونه ساتي، طالبان باید د افغانانو غوښتنې په پام کې وساتي او د هغوی نظریات تطبیق کړي.