ډاکټر زلمی خلیلزاد چې په اصل کې افغان_پښتون او د لغمان ولایت دی خو د نن څخه څه کم او زیات اویا کاله مخکې په بلخ ولایت کې زیږیدلی دی، د امریکا د خارجه پالیسۍ یو متخصص لوبغاړی دی، ده د امریکا هغه کارونه سر ته رسولي دي کوم چې معمولا به امریکا د سختو چیلنجونو او مشکلاتو سره مخ وه، هغه په خپل استازي نومي کتاب کې د خپل سیاسي ژوند ځینې حالات هم انځور کړي دي او داسې ښکاري چې نوموړی د امریکا له خوا د افغانستان د سیاسي مشکلاتو په برخه کې له تېرو څلوېښتو کالو را هیسې یو معتمد انسان دی، خلیلزاد چې د یو افغان په حیث د پاکستان ضد څېره ده تل یې پاکستان د افغانانو په چارو کې په لاسوهنه تورن کړی دی، خو ولې په دویم اپشن کې یې د یو امریکایي په څېر ځان بې طرفه ښودلی.
زلمی خلیلزاد چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کې یو وتلی دیپلومات او په خاص طور د امریکا د جمهوري پلوي ګوند ته یو نږدې کس دی، تل ویلي چې دی د امریکا د دولت مامور دی او له هر چا وړاندې ورته د امریکا ملي منافع مهم دي، خلیلزاد په دې وروستیو کې هغه وخت د نېوکو سره مخ شو، کله چې نوموړي د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ترمپ په امر د طالبانو سره د قطر په دوحه کې د سولې خبرې پیل کړې او په نتیجه کې د دوحې تړون د طالبانو او امریکایانو تر منځ لاسلیک شو، خو کله چې خلیلزاد د افغان دولت پخواني مشر محمد اشرف غني ته رجوع وکړه نو غني ور سره حساسیت وښود، غني فکر کاوه چې باید طالبان پریښودل شوي وای او امریکایانو پرې سختې بمبارۍ کړې وای چې تر څو طالبان سولې ته په خپله رضا شوې وای، خو دا چې غني د خپل زړه ډېر فرمایشونه لرل نو خلیلزاد ورته توجه ونکړه، خلیلزاد غني ته په ځلونو ځلونو وویل چې ته باید د طالبانو سره په یو نوي نظام هوکړه وکړې خو غني دا هر څه رد کړل او دا یې څرګنده کړه چې دی د سولې په مقابل کې طالب ته ډېر کم واک او صلاحیت هم نه ورکوي، کله به یې ویل چې طالبان باید به تېره شل کلنه مبارزه د بطلان کرښه را کش کړي او کله به یې ویل چې د دوحې د سولې تړون د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د راتلونکو خبرو اساس نه دی، کله به یې ویل د سولې د خبرو پرېکړې باید یوازې د حنفي فقې به اساس ونه شي، بلکې جعفري فقه باید هم ومنل شي، خو لنډه دا چې د غني کېسې دومره ډېرې شوې وې چې هیڅ نه تمامیدې او هره ورځ به یې په یوه خبره کې لس نورې خبرې پیدا کولې او بیا به یې په کریغو او احساساتو د رسنیو په مخکې ویلې، په لومړیو کې خو یې د اوربند خبره په خوله کې وه، خو وروسته یې ویل چې زما سره د طالبان انتخابات وکړي او زه د په واک کې یم، خو وروسته چې کله طالبانو تر دوو سوو پورې ولسوالۍ قبضه کړې نو بیا به ویل کیدل چې باید طالبان هغه یو څو بندرونه چې نیولي بېرته را وسپاري، بیا نو اوربند سمه خبره ده.
خبره مو د خلیلزاد کوله، زما په نظر خلیلزاد په دې سولې مذاکراتو برخه کې تر ټولو ښه ماموریت اجرا کړ، امریکا متحده ایالات یې د یوې اوږدې جګړې له کړاوه خلاصه کړل او څنګه چې د امریکا د نظام غوښتنه وه دا کار تر سره شو، طالبانو د بېرته واکمنیدو فکر یې عملي کړ، ځکه هیڅکله طالبان له خپلو غوښتنو نه تیریدل، چې بالاخره یې سل فیصده واک تر لاسه کړ، افغانان د شمال، پنجشېر او نورو سمتونو او قومونو د تش په نوم مجاهدینو او نورو دړه مارانو له منګولو ازاد شول، افغانستان د تجزیې له ګواښه وژغورل شو، دوستم، عطاء، بسم الله خان، رباني، قانوني، پډرام او نور چې هر وخت به د افغانستان د یوې بدې راتلونکې په اړه خبرې کولې، له دې وطنه ورک شول، د افغانستان په څلوردېرش ولایتونو کې یو واحد حکومت پلی شو، لنډه دا چې یو جوړ او تیار افغانستان د طالبانو لپاره پاتې شو، نور نو د طالب غوښتنه چې هر څومره ژر د دې وطن د خلکو لپاره ملي ارزښتونه قایم کړي دا به ښه خبره وي؛ یو ملي حکومت د یو ملي قانون پر اساس راتلل، هغه څه دي چې د طالبانو راتلونکې واکمني به تضمین کړي، اشرف غني چې یو پښتون ملتپالی او پخوانیو کیڼ اړخو ته مایل یو افراطي سیاستوال و، په تکه شنه منډه له کابله وتښتېد، دا پورته هر څه د خلیلزاد د یو دیپلوماتیک ماموریت مثبته پایله وه چې تر لاسه شو، خو خدای د وکړي چې طالبان د افغانستان لپاره مثبت ثابت شي او دوی هم خپل فرصت د غني په شان ضایع نکړي.
وروستي