روهي (دوه نۍ/۹ د وري)، د احمد شاه مسعود ورور احمد ولي مسعود د فرانسې پلازمينې پاريس ښار کې د احمد شاه مسعود په نوم د يو پارک د پلي لارې نومول ستايلي، له فرانسې يې مننه کړي او دا يې د احمد شاه مسعود د کړنو نړيوال تائيد بللی دی.
نوموړي پر ولسمشر محمد اشرف غني په دې پار نېوکه کړې، چې د دغه موضوع په اړه يې هېڅ ډول غبرګون څرګند نه کړ او محمد اشرف غني په دې مساله چوپتيا اختيار کړي.
احمد ولي مسعود ولسمشر محمد اشرف غني تورن کړی دی چې دغه کار يې د کينې او قومي تعصب پر بنسټ کړی.
پاريس ښار کې يادو مراسمو ته د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامدکرزی ورغلي وو.
پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر کسانو بيا دومره کوچني مسالې ته د پخواني ولسمشر حامدکرزي پر ورتګ نيوکې کړې او هلته د نوموړي د ناستې ځای يې د افغانستان د يو پخواني ولسمشر له موقف او مقام لېرې بللی دی.
وروستي