
روهي (يوه نۍ/۸ د وري)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د المان له هغې پرېکړې هرکلی چې افغانستان کې يې د خپلو ۱۳ سرتيرو ماموريت غځولی.
عبدالله عبدالله ويلي دي چې د ۲۰۲۲ کال تر جنوري مياشتې د جرمني ځواکونو پاتې کېدل پر ځای پرېکړه ده او زه د المان حکومت او پارلمان په دې پار مننه کوم.
د المان پارالمان د تېرې پنځه نۍ په ورځ د حکومت هغه طرحه تائيد کړه چې له لارې به يې ۱۳۰۰ الماني سرتيري د ۲۰۲۲ تر جنوري پوري پاتې کيږي. دغه جرمني سرتيري د ناټو په چوکاټ کې ماموريت کوي.