روهي (يوه نۍ/۸ د وري)، پلازمينې کابل، پغمان ولسوالۍ داوود باغ نومي سيمه کې تېره شپه د افغانستان هوايي ځواک يو سرتيری وژل شوی دی. د دغه پوځي نوم صفتالله فقیر ښوودل شوی دی.
رسنيو د پوليسو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې امنيتي مسوولينو هم د پېښې پخلی کړی او د وژونکو د نېولو په لټه کې دي.
تر اوسه کومې حکومت مخالفې وسله والې ډلې د دغه پېښې مسووليت نه دی منلی. دوه ورځ وړاندې هم کابل کې د ملي امنيت يو کارمند وژل شوی وو.
وروستي