هغه پوليس چې تورخم کې يې يوه ميرمن وهلې - ټکولې، د تل لپاره له نظام وشړل شو 

روهي (يوه نۍ/۸ د وري)، کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي چې هغه پوليس چې يوه ميرمن يې وهلې وه، د نورو مجازاتو ترڅنګ د تل لپاره له نظام هم وشړل شو. 

نوموړي پر ټوېټر لېکلي دي، "پر ښځو لاس پورته کول طالباني دود دی او هر هغه کس چې دا ډول ظلم ترسره کړي، ترورېست دی. په تورخم کې هغه ویډیو چې پر یوې ښځې د لاس پورته کولو او ډبولو وه، وڅېړل شوه. هغه سرتېری وهاب نومېږي."

نوموړي د پوليسو د مسلکي کېدو په اړه ويلي دي چې ‏پولیس د قانون تنفیذ کوونکي دي او د ظرفیت لوړونې او مسلکي کېدو په برخو کې یې کار کېږي. پولیس متخصص او ولسي ځواک دی، پر ځوروونکو اعمالو لاس پورې کول یې په هېڅ صورت د منلو ندي.