د غور اوسېدونکي: والي نه غواړو؛ والي راڅخه لېرې کړئ

روهي (يوه نۍ/۸ د وري)، دا درېيم ځل دی چې د غور ولايت يو شمېر اوسېدونکي لاريونونه کوي او له مرکزي حکومت غواړي چې والي يې له دندې ګوښه کړي. 

د غور اوسېدونکي والي نورمحمد کوهنورد په قومي اختلافونو او نا امنۍ تورنوي او د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوي. د غور دغه اوسېدونکي د والي پر وړاندې د مدني نافرمانيو خبرداری ورکړی دی. 

نورمحمد کوهنورد يو کال وړاندې د غور د والي په توګه ټاکل شوی دی او له دې وړاندې يې د غور ولايت د ملي امنيت د رئيس په توګه دنده تر سره کړې وه.