د پاکستان لومړی وزير عمران خان پر کرونا ويروس ککړ شوی 

روهي (نۍ/۷ د وري)، پاکستاني مسوولينو تائيد کړې ده چې د دغه هېواد لومړی وزير عمران خان پر کرونا ويروس ککړ شوی دی. روغتياپالانو د نوموړي روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ بللی دی. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په کرونا ويروس  د پاکستان د لومړي وزير عمران خان  اخته کېدو خواشينی کړی او د افغانستان د خلکو په استازېتوب ورته د روغتيا هيله ښوودلې. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼې کې ويل شوي دي،  "د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني په کرونا ناروغۍ د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د اخته کېدو خبر په اورېدو خواشينی شو. 

جمهور رئیس غني د افغانستان دولت او خلکو په استازيتوب، د‌ خدای تعالی په دربار کې د پاکستان لومړي وزير ته د بشپړې روغتيا دعا کوي."