دانش: هزاره خلک د اساسي قانون او حکومت ملاتړي، د جمهوريت دفاع کوونکي او  د ديموکراسۍ ساتونکي دي 

روهي (نۍ/۷ د وري)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د وردګ ميدان ولايت د بهسود ولسوالۍ له يو شمېر مشرانو او اوسېدنکو سره يې کابل کې کتلي دي. 

دانش ويلي دي چې دې لېدنه کې د بهسود ولسوالۍ پر وروستي امنيت وضعيت خبرې اترې شوې دي. دانش ويلي دي چې قومي مشرانو له ده غوښتي دي چې د وضعيت له ښه کېدو وروسته دې اضافي امنيتي ځواکونه له يادې ولسوالۍ ووځي. 

نوموړي همدا ډول ويلي دي چې د تاريخ په اوږدو کې پښتنو او هزاره ګانو ګډ ژوند کړی او اوس مهال هم دوی ګډ ژوند او برخليک لري، چې ترمنځ يې د کرکې او نفاق مخه بايد ونېول شي. 

سرور دانش د يادې ولسوالۍ خلکو ته ويلي دي چې هلته له شته امنيتي ځواکونو سره په اړيکه کې دی او لارښوونه يې ورته دا ده چې بې ځايه شوي خلکو لاس نېوی وکړي او هڅه دې وکړي چې عملياتو کې ولسي کسانو ته مرګ - ژوبله ونه رسيږي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال دا هم ويلي دي چې په لويه کې هزاره خلک د اساسي قانون او حکومت ملاتړي، د جمهوريت دفاع کوونکي او  د ديموکراسۍ ساتونکي دي. سرور دانش دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې د عليپور په نوم د يو خپلسري هزاره قومندان له خوا بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ يوه چورلکه نسکوره چې نهه کسان په کې ووژل شول.