د سيمې هېوادونو ته د زلمي خيلزاد د سفر دويم پړاو 

روهي (نۍ/۷ د وري)، د افغانستان سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړي استازي زلمي خيلزاد د سيمې یو شمېر هېوادونو ته د خپل سفر دويم پړاو پيل کړی دی. د نوموړي د سفر دغه پړاو د امريکا بهرنيو چارو وزارت رويټرز تائيد کړی دی. 

خليلزاد د دغه سفر په لړ کې لومړی ترکيې ته تللی او ټاکل شوې ده چې د سيمې يو شمېر نورو هېوادونو ته به هم سفرونه تر سره کړي. ښايي راتلونکې اپريل مياشت ترکيه کې د افغان سولې په اړه ناسته  تر سره شي. 

واک ته د جوبايډن په رسېدو سره زلمی خليلزاد بيا ځلې د افغانستان لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی وټاکل شو او دا يې د سفرونو دويم پړاو دی چې  تازه يې پيل کړی.