رويټرز: د امريکا استخباراتو د طالبانو لاس ته د افغانستان د بيا لوېدولو خبرداری ورکړی 

روهي (نۍ/۷ د وري)، رويټرز لوېدېځۍ رسنۍ لېکلي دي چې د امريکا استخباراتي ادارې د جوبايډن ته خبرداری ورکړی دی چې شونتيا شته چې افغانستان کې بيا يو ځل طالبان واک ته ورسيږي. 

د امريکا استخباراتو د امريکا حکومت ويلي دي چې که چېرې امريکايي ځواکونه پرته له دې چې افغانستان کې يو سياسي جوړجاړی رامنځ ته او له افغانستانه ووځي، نو شونې ده چې طالبان به د دوه - درېيو کالونو دننه افغانستان کې واک ته ورسيږي. 

رويټرز د نيويارک ټايمز څخه په نقل لېکلي دي چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک اخېستل به دغه هېواد کې يو شمېر بهرنيو ډلو ته بيا د فعاليت زمېنه برابره کړي. 

رويټرز او نيويارک ټايمز دغه مالومات د امريکا د استخباراتي سرچينو څخه لېکلي دي خو تر اوسه د امريکا حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندون نه دی کړی. دا چې طالبان به څنګه افغانستان کې واک ته ورسيږي يادو رسنيو يې په اړه مالومات نه دي ورکړي.