جيونيوز: که امريکا تړون پلی نه کړي طالبان بيا جګړه پيلوي 

روهي (نۍ/۷ د وري)، پاکستاني جيونيوز رسني لېکلي دي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تېر ميلادي کال فېبرورۍ مياشتې د دوحې هوکړې د ماتېدو په صورت کې به طالبان بيا افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې جګړه پيل کړي. 

جيونيوز د طالب سرچينو له خولې لېکلي دي، چې که چېرې د همدې کال تر مې مياشتې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ونه ځي، نو دوی به د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې خپل وسله وال مخالفت بيا پيل کړي.

دغه پاکستاني رسنۍ د طالبانو د مرکچي پلاوي د يو غړي سهيل شاهين له خولې لېکلي دي چې که چېرې بهرني ځواکونه د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې افغانستان خوشی نه کړي، نو طالبان به يې بيا پر وړاندې جګړه پيل کړي. 

د طالبانو او امريکا حکومت ترمنځ د دوحې هوکړې اړوند په دې هوکړه شوې وه چې د مې مياشتې په لومړۍ نېټه به ټول بهرني او امريکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي. 

تېره ورځ د جرمني حکومت پرېکړه وکړه چې تر راتلونکي کال جون مياشتې  پوري به خپل ۱۳۰۰ پوځيان چې د ناټو په چوکاټ کې ماموريت کوي، افغانستان کې وساتي. 

د تېرې پنځه نۍ پر ورځې د متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن هم ويلي چې تر مې مياشتې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل شوني نه دي.