پر فېسبوک يو مېلېارد او درې سوه مېلېونه جعلي اکونټونه 

روهي (جمعه/۶ د وري)، فېسبوک ادارې ويلي دي چې تېر کال يې يو مېلېارد او درې سوه مېلېونه جعلي فېسبوکي حسابونه له منځه وړي دي. د جعلي او رېښتني حسابونو د موندنې په پار فېسبوک پنځه دېرش زره کسان په دنده ګمارلي دي. 

د فېسبوک ادارې ويلي دي چې دوی لا هڅه کوي چې فېسبوک خوندي او د باور وړ رسنۍ جوړه کړي او ټول هغه حسابونه، ګروپونه، فېسبوکي پاڼې او نور له منځه يوسي چې د خلکو د دوکه کولو لپاره پرانېستل شوي دي. 

د دغه ټولنيزې رسنۍ مسوولينو دا هم ويلي دي چې له تېر کال راهيسې بيا تر نن ورځې ۱۲ مېلېونه هغه لېکنې، انځورنه او منځپانګې هم له منځه وړل شوي دي چې د کرونا ويروس او هغې ضد واکسين په اړه يې ناسم مالومات خپرول.