په انګلېسي ژبه لس مهم سياسي لغات؛ پښتو مانا او په جملو کې استعمال يې

۱- snollygoster: هغه سياسي څېره چې خپل ګوند او کومې بلې سياسي آيډيالوژۍ ته ژمن نه وي، څرګند دريځ ونه لري او د خپلو ګټو په پار ژر بدليږي. 
بېلګه: Atta Mohammad Noor is a snollygoster political figure. عطا محمد نور يو ژر بدلېدونکې سياسي څېره ده. 

۲- Bipartisan: دوه ګونديز. دغه اصطلاح د دوه سياسي ګوندونو ترمنځ ګډ ائتلاف او ټلوالې ته کارول کيږي. 
بېلګه: Jamiat-e-Islami and Hezb-e-Islami bipartisan party campaign. د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي ګډ - ګوندي کمپاين. 

۳- Incumbent متصدي: هغه کس ته وايي چې برحاله دولتي دنده لري. د بېلګې په ډول، The Incumbent president، اوسنی ولسمشر. 

۴- Machine Politics: هغه سياست ته وايي چې د يو غښتلي او اصولو ته ژمن ارګان له خوا پلي کيږي، د درغليو او فساد شتون په کې کم وي. 
بېلګه: Afghanistan needs a machine politics. افغانستان يو ماشيني سياست ته اړتيا لري. 
 
 ۵- coercion: په ظلم او جبر سره د قانون پلي کول او پر خلکو منل. 
بېلګه: He claimed the police had used coercion  هغې ادعا کړې چې پوليسو يې پر وړاندې له زور - زیاتي کار اخېستی. 

۶- embezzlement: اختلاس، خيانت يا درغلي. 
بېلګه: They were arrested for embezzlement  of  company funds. دوی په شرکت کې د اختلاس له امله زنداني شول. 

۷- feud: دښمني؛ د دوه سياسي ګوندونو، هېوادونو او ډلو ترمنځ توند سياست او پوځي مخالفت. 
بېلګه: a 10-year-old feud  between  the two countries  د دوه هېوادونو ترمنځ لس کلنه دښمني. 

۸- hypocrisy منافقت: کله چې د سياسي کسانو ترمنځ هغه څه چې دوی يې کوي او هغه چې وايي، توپير ولري يا دا چې سره رېښتني نه وي. 
بېلګه: The politicain can not be united, there is hypocrisy among them.

۹- plutocracy: د حکومت هغه ډول چې واک د يوې کوچنۍ خو تر ټولو شتمنې ډلې په لاس کې وي. 
بېلګه:  The Afghan parliament, led by Mir Rehman Rahmani, has taken the form of a plutocracy.  د مير رحمان رحماني په مشرۍ د افغانستان پارلمان د پلوتوکراسۍ بڼه خپله کړې. 

۱۰- tycoon: ډېر شتمن يا په ځانګړي ډول شتمن سياست کوونکی. 
بېلګه: Many Afghan political figures became tycoon in President Karzai's government. د حامدکرزي په حکومت کې ډېرو افغان سياسي څېرو پانګوال جوړ شول.