جوبايډن: تر مې مياشتې امريکايي ځواکونه له افغانستانه نه وځي 

روهي (جمعه/۶ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن تېره ورځ ويلي دي چې د همدې کال تر پای پوري به امريکايي ځواکونه افغانستان کې پاتې نه شي خو په ورته وخت کې دا هم شونې نه ده چې تر مې مياشتې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي. 

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په يوې ان لاين ناستې کې کړي دي او ويلي دي چې دی له ناټو او نورو پوځي متحدينو سره له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو په اړه خبرې کوي. 

جوبايډن دا هم ويلي دي چې که چېرې امريکايي او نور بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي نو په داسې يو وخت کې به وځي چې افغانستان خوندي او پر امن وي. 

د تېر کال د فېبرورۍ د دوحې هوکړې اړوند چې د پخواني ولسمشر ټرمپ حکومت او طالبانو لاسليک کړي، ذکر شوي دي چې د ۲۰۲۱ کال تر مې مياشتې به امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي.