زاخيلوال (د افغانستان ژغورنې حرکت) په نوم سياسي حرکت اعلان کړ 

روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، د ماليې پخواني وزير حضرت عمر زاخېلوال (د افغانستان ژغورنې حرکت) په نوم يو سياسي حرکت اعلان کړ چې دی مشري کوي او يو شمېر سياسي څېرې په کې راټولې شوې دي. 

نوموړي د ياد حرکت د پرانېستي مراسمو کې ويلي دي چې يو شمېر کړۍ د سولې ضد کړنې کوي، وسلې وېشي او د ملېشه جوړونې په هڅو کې دي. 

د دغه حرکت ځيني نورو غړو بيا د حکومت له خوا د سولې او له وخت وړاندې ټاکنو طرحې په اړه ويلي دي، چې دا ډول طرحې د پلي کېدو ارماني اړخ لري او د سولې بهير ټکنی کولی شي.