پخوانی ولسمشر هم ورته فرانسې ته تللی؛ پاريس کې د احمد شاه مسعود په ياد لوحه لګول کيږي 

روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، څو مياشتې وړاندې د فرانسې پلازمينې پاريس ښار ښاروال ويلي وو چې د احمد شاه مسعود په نوم د دغه ښار په اتمه ناحيه کې يوه لوحه نصب کړي. 

ټاکل شوې ده چې دوه ورځو کې دغه لوحه په رسمي ډول ولګول شي او ويل کيږي چې د مصالحې عالي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامدکرزی هم دغه مراسمو کې د ګډون په پار فرانسې ته تللي دي. 

د شورويانو او همدا ډول د طالبانو د حکومت پر مهال چې احمد شاه مسعود کومه جګړه کوله، نوموړي سره د فرانسې ملاتړ وو او هلته يې سفرونه هم کړي.