حمدالله محب: طالبان په جمهوريت کې کولای شي چې د نورو ګوندونو په څېر خپل ځای پيدا کړي

روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، چې د افغانستان خلکو د طالبانو مشران نه دي ليدلي چې څنګه ژوند لري او د طالبانو يوازې خشونت د تشخيص وړ دی. 

حمدالله محب د واشنګټن د هډسن انسټیټیوټ سره تازه په یوه مرکه ویلې، طالبان اوس پر دې پوهېدلي چې جګړه يې هيڅ ډول مشروعيت نه لري او طالبان په جمهوريت کې کولای شي چې د نورو ګوندونو په څېر خپل ځای پيدا کړي.

نوموړی وایي، چې تېر کال طالبانو او مايک پامپيو پخپله وويل چې طالبانو هيڅ امريکايي سرتېری نه دی وژلی، خو د دوحې له هوکړه‌ ليکه وروسته طالباتو له موږ افغانانو سره جګړه لا زياته کړې ده چې په وینا یې موږ سږ کال يو خونړی ژمی درلود.

محب همدا راز ویلې، څو چې طالبان پر دې باور وي چې د امريکايانو وتل د افغانستان د نظام د ړنګېدو سبب ګرځي، خپله دغه پاليسي چې اوس يې لري، نه بدلوي خو دی له طالبانو سره د جګړې لپاره د چمتوالي په موخه وایي چې افغان سرتېري پر خپل هېواد او د دې هېواد پر ارزښتونو باور لري.

محب له حکومت سره د طالبانو د ګډ کار په موخه په اشارې سره ویلې، چې مونږ تېر کال د اپوزسيون له اصلي مشر سره جدي خبرې اترې لرلې چې هغه اوس د ملي پخلاینې عالي شورا مشر دی او د چارو پر مخ وړلو لپاره په حکومت کې شامل دی.