جوبایډن په امریکا کې د وسلو د ګرځولو په برخه د سختو قوانینو د منظورۍ غوښتنه کړې

روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، د امریکا ولسمشر جو بایډن له کانگرس څخه غوښتي چې په کولرادو او جورجیا ایالتونو کې په یوه اونۍ کې د دوو ډله ایزو وژنو وروسته د وسلو د ساتلو سخت قوانین منظور کړي.

ولسمشر جوبایډن له هغه وروسته له کانګرس په متحده ایالاتو کې د وسلو د ګرځولو په برخه کې د سختو قوانینو د منظورۍ غوښتنه کړې چې څو ورځې وړاندې ددې هېواد په دوو ایالتونو کولرادو او جورجیا کې د وسله کسانو په بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یادونې وړ ده چې په متحده ایالتو کې ددې هېواد وګړي په اسانه وسلو ته لاس رسۍ لري او په وروستیو کالونو کې په دې هېواد کې د وسله بریدونو په پایله کې ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.