سرچینې: ولسمشر غني چمتو دی چې د اوربند په بدل کې طالبانو سره په ټاکنو بحث وکړي

روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې اوازې، کاغذونه او طرحې به راځي خو افغانستان به په خپل دریځ پیاړوی ولاړ وي.

ولسمشر غني چې پرون یې په نیمروز کې د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې یو ځل بیا له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي په لار کې د امریکا له خوا د موقت حکومت وړاندیز ته په اشاره وویل چې اوازې، کاغذونه او طرحې راځي خو افغانستان به پر خپل دریځ پیاوړی ولاړ وي.

بلخوا حکومتي سرچینو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ولسمشر به د اوربند په بدل کې له طالبانو سره په شپږو میاشتو کې د ټاکنو یوه طرحه اعلان کړي، خو په خبره یې چې ولسمشر حاضر دی چې د ټاکنو په اړه بحث وکړي.

د ولسمشر غني او ځینو افغان چارواکو دا وروستۍ څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې ویل کیږي ولسمشر غني په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړیدونکې غونډې ته له وخت وړاندې د ټاکنو یوه طرحه چمتو کړې.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو له دې طرحې سره مخالفت څرګند کړ او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په یوه مرکه کې ویلې چې دا طرحه دوی ته د منلو نه ده ځکه چې تېر ته په کتو ټاکنو افغانستان بحران ته بیولی