امریکا وایي چې ژر به د افغان سولې په تړاو د ترکیې ناسته ترسره شي

روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي چې ژر به د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته ترسره شي.

بلینکن د بروکسل په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کیدای شي او ټاکل شوې چې ډېر ژر په ترکیه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې غونډه وشي. 

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې په دې غونډه کې به د طالبانو او افغان حکومت مشران ګډون کوي خو نوموړي دا نه ده واضح کړې چې تر کومې کچې مشران به په دې غونډه کې حاضر وي.