امریکا وایي چې ستونزمنه به وي چې له هوکړې سره سم له افغانستان سرتیري وباسي

روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، د امریکا حکومت وایي، چې افغانستان کې د سرتېرو پاتې کېدو پر پلان کار کوي.

د امریکا د کانګرس د وسله والو خدمتونو د کمیټې مشر ادم سمت ویلي، "ستونزمنه" ده چې په شپږو اونیو کې له افغانستان ټول سرتېري وایستل شي او په وینا یې جوبایډن افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو پر پلان کار کوي.

هغه وايي، د امریکا د حکومت لومړنۍ دنده دا ده چې طالبانو سره افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې امریکې د دوحې هوکړې له مخې له طالبانو سره په شوې تړون کې منلې چې د مې میاشتې تر پایه به له افغانستان خپل ټول سرتیري اوباسي. کنه طالبان به بیرته په امریکایي پوځیانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.