د ترکیې ناستې د ولسمشر چمتو شوې طرحه طالبانو رد کړې

روهي (څلور نۍ/۴ د وري)، راپورونه وایي چې طالبانو د ولسمشر غني هغه طرحه چې له مخې یې راتلونکو شپږو میاشتو کې ټاکنې ترسره کېږي، رد کړه.

د افغان سولې په تړاو د ترکیې ناستې ته د ولسمشر غني لخوا د چمتو شوې طرحې په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه کې مخالفت ښودلی چې له مخې یې راتلونکو شپږو میاشتو کې ټاکنې تر سره کېږي.

مجاهد وایي چې تېر ته په کتو ټاکنو د افعانستان وضعیت بحران ته بیولی نو په همدې اساس دوی ته د منلو نه ده؛ د هغه په وینا، د هېواد د راتلونکي په اړه هره پرېکړه باید د دواړو لوریو ترمنځ د سولې روان بهیر کې مطرح شي.