روهي (څلور نۍ/۴ د وري)، ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند د پرانېستو لپاره نن سهار د نیمزور ولایت مرکز زرنج ښار ته ولاړ او یاد بند یې پرانیست
ولسمشر غني د کمال خان بند د پرانېستو په مناسبت په نیمروز کې د جوړ شوي کرنیز نندارتون او بلوڅانو فرهنګي مراسمو لیدنه وکړه او ټولو ته یې د اوبو مدیریت ملي ورځې مبارکي وویله.
نوموړي د کمال خان بند د جوړېدو پر مهال د شهیدو شویو انجینرانو او کارکوونکو په یاد په جوړ شوي څلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغوی د قربانیو ستاینه یې وکړه او د پردې په لرې کولو سره یې په رسمي ډول د کمال خان بند پرانېست او د بټنې په کېکاږلو سره په کانالونو کې ذخیره شوې اوبه جاري شوې.
ولسمشر غني همدا راز د کمال خان بند په مناسبت د خاطرو په کتاب کې خپله خاطره ولیکله او بیا یې د شهید محمد موسی شفیق په نوم د دولتي مډال او نښان حکم لاسلیک کړ.
نوموړي د مراسمو په پای کې، د شهید محمد موسی شفیق په نوم پوسټي ټکټ پرانېست او د اوبو مهار په برخه کې د نوموړي خدمتونه یې وستایل.
وروستي