.jpg)
روهي (څلور نۍ/۴ د وري)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي له خپلو ملګرو هېوادونو سره په ګډه پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
نوموړی چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې یې برخه اخیستې وايي، امریکا او د ناټو غړي هېوادونه په ګډه افغانستان ته تللي او په ګډه به له دغه هېواد وځي.
د نوموړي له قوله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي چې امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به خپلو هڅو او فشارونو ته ادامه ورکوي.