نریندا مودي د پاکستان لومړي وزیر ته په یو استولې لیک کې د ښو اړیکو غوښتنه کړې

روهي (څلور نۍ/۴ د وري)، نریندا مودي د پاکستان د ورځې په مناسبت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته یو لیک استولی دی او په هغه کې یې ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کېدلو اړتیا ده. 

د ده په خبره هندي وګړي هیله لري چې له پاکستاني وګړو سره له ترهګرۍ لرې او باور په فضا کې ښې اړیکې ولري. 

مودي داسې مهال پاکستاني سیال ته لیک استوی چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ پر کنټرول لاین اوربند رامنځ ته شوی او تر دې دمه هېڅ لوري هم نه دی نقض کړی.