دیبرا لاینز: د افغانانو وژل او قربانۍ باید نور پای ومومي

روهي (څلور نۍ/۴ د وري)، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز د افغانستان د روان وضیعت په اړه د امنيت شورا ته د مالوماتو د ورکړې پرمهال د تاوتریخوالي په دریدو ټینګار کړی.

په افغانسنان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وایي، چې لاينز په دې انلاین غونډه کې د سولې په هڅو کې د چټکتيا او د تاوتريخوالي د عاجلې دريدا پر اړتيا ټينګار وکړ او په مشخص ډول يې پر ولسي خلکو د هدفي بريدونو په اړه انديښنه څرګنده کړه. 

په همدې حال کې د يوناما دفتر وایي، چې دوی په روان کال کې تر دې مهاله د څه باندې ۸۰ ولسي خلکو وژنه مستند کړې چې په دغه ډول بريدونو کې وژل شويدي. په دې ډله کې د رسنيو، مدني ټولنو او عدلي ادارو غړي، ديني عالمان او حکومتي چارواکي شامل دي.
 
لاینز چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ (يوناما) مشره ده د سولې د ټول شموله بهير پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې د سولې هر ډول تړون بايد د افغانانو د نن ورځې هيلې منعکسې کړي.