
روهي (څلور نۍ/۴ د وري)، د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ سیالیو لومړنی پړاو به نن د جبل السراج پروان او د خوست اتلانو کلوب ترمنځ پيل شي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د دغه معیاري او بې مخینې لیګ د ترسراوي په تړاو مخکې له مخکې د چمتوالي خبر وکړی او ویلي یې دي، چې د دغه سیالۍ اتله لوبډله که وتوانېږي، د کلبونو لازم مسلکي معیارونه پوره کړي، د افغانستان په استازیتوب به د کلبونو په کچه د AFC کپ سیالیو ته ځي.
د دغو سیالیو لومړنی پړاو چې د کابل په کوربه توب به پيل شي، استقلال کابل، جبل السراج پروان، خوست اتلانو کلوب او جوانان لغمان لوبډلې پکې ګډون کوي.
د دغو سیالیو دویم پړاو به د وري میاشتې پر ۱۰ د هېواد د شمال او شمال ختیځ زون د لوبډلو په ګډون د بلخ په کوربه توب پيل شي.
د یادو شویو سیالیو لومړی پړاو چې د کابل په کوربه توب پيلېږي، د افغانستان فوټبال فدراسیون د فېسبوکپاڼې او یوټیوب چینل له لارې به په ژوندۍ بڼه هم خپور شي.