
روهي (درې نۍ/۳ د وري)، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي، چې په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د بهرنیانو سرونه خوندي دي، خو افغانان لا هم وژل کېږي.
د نوموړي په خبره چې جګړه پر افغانانو او افغان امنیتي سرتېریو متمرکزه ده او دفاع هم تر ۹۶ سلنې د افغان ځواکونو پر غاړه ده.
اندړ زیاتوي، چې موږ ته د خپلې خاورې او خلکو ساتنه یو دایمي او ملي مکلفیت دی.
نوموړی همدا راز وایي، چې که نړیواله ټولنه، متحده ایالات یا بل هر هېواد له موږ سره د تروریزم په مقابل کې همکاري کوي، هرکلی یې کوو.