ولسمشر غني وايي چې سږ کال ۱۸۰۰ نوي ښوونځي جوړیږي

روهي (درې نۍ/۳ د وري)، ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره نوی (۱۴۰۰) ښوونیز کال پیل او زده کوونکو، محصلینو، ښوونکو او ټولو هیوادوالو ته یې د هغه مبارکي وویله.  

ولسمشر غني په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته په خپله وینا کې وویل، چې د کرونا له یو کلن سخت خطر وروسته نن د دې ویاړ لرو چې د ښوونځي زنګ وهو، چې په وینا یې سږ کال به ۱۱۱۷۳ ښوونکي په شفاف او عادلانه ډول استخدام شي. 

نوموړی وایي، چې له وري میاشتې څخه به د ښوونکو معاشونه زیات او د کال تر وسط پورې به یې مالیې وزارت اجرا کړي. سږکال یو میلیون زده کوونکي ښوونځیو ته ځي. ۱۸۰۰ نوي ښوونځي جوړېږي. دولتي او د خصوصي سکتور چاپخونې په داخل کې د اړتیا وړ کتابونو د چاپولو وړتیا لري.

ولسمشر غني همدا راز زیاته کړه، چې زه ښوونځی او سوله غواړم، وینه بهېدنه  باید ودرول شي او  د دین او تروریزم ترمنځ هیڅ تړاو نشته.

د یادونې وړ ده چې په دې مراسمو کې همدا راز د پوهنې وزارت ته د کلیو او پراختیا وزارت له لوري د ۷۳۲ جوړو شویو ښوونځیو د سپارلو او په ۱۴۰۰ کال کې د پلان شویو ښوونځیو جوړولو تفاهم لیک هم لاسلیک شو.