ناټو: طالبانو لا هم له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې

 
روهي (درې نۍ/۳ د وري)، د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ چې بروکسل کې یې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې وینا کوله وویل، طالبان باید د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي او همدا راز د نړیوالو ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس پر سر شي.

نوموړي په بروکسل کې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې پر طالبانو غږ کړی دی چې باید له القاعده او داعش ډلې سره اړیکې پرې کړي.

هغه د سولې خبرو پر چټکتیا ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغان جګړه نظامي حل لاره نه لري او په خبره یې دغه ستونزه باید له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.