د خیبرپښتنوا په بنو کې څلور هلکان تر ورکیدو وروسته مړه موندل شوي

روهي (دوه نۍ/۲ د وري)، راپورونه وایي، چې د خیبرپښتنوا په بنو کې څلور هلکان تر هغه وروسته مړه موندل شوي چې نږدې درې اونۍ وړاندې بې درکه شوې و.

په بنو کې دا څلور تنکي هلکان چې شل ورځې وړاندې بې درکه شوي وو، د مړو له پیدا کیدو سره  د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د وژل شوو هلکانو خپلوانو احتجاج هم پیل کړی.

یاد کسان چې د بنو جاني خېلو علاقو د هندي خېل څخه بې درکه و د 12 کالو نه تر 16 کلونو پورې عمرونه یې درلودل چې خپلوان يې وايي دوی سیمې ته د ښکار لپاره وتلي وو.