ملي دفاع وزارت هغه ادعا رد کړه چې ګوندې د لوګر څرخ ولسوالي د طالبانو لاسته لویدلې

روهي (دوه نۍ/۲ د وري)، د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان وایي، چې د څرخ ولسوالۍ په بشپړه توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او د سقوط په اړه يې د طالبانو ادعا دروغ ده.

فواد امان ويي، چې د لوګر ولايت څرخ ولسوالۍ د اوسېدونکو په غوښتنه او د دې ولايت نظامي کميسيون د پرېکړې په اساس، ولسوالۍ چې د "آب‌ګرم" په سيمه کې يو ښوونځي ته نږدې يې موقعيت درلود؛ د "ډبر" سيمې ته ولېږدول شوه.

د ملي دفاع وزارت دا وروستۍ څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې امنیتي ځواکونو د څرخ ولسوالۍ مقام او امنیه قوماندانۍ له مقاومت پرته له ټولو اړونده وسایلو سره  پریښي او اوس د دوی په واک کې ده.