د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه د سولې، امنیت او ترهګرۍ ضد غونډه کوي

روهي (دوه نۍ/۲ د وري)، د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي چې په افغانستان کې له پرمختګو ور اخوا ۲۰۲۰ کال د امنیت له اړخه وضعیت خراب و. 

ټاکل شوې چې سبا د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لورې په دغه غونډه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر وروستي راپور بحثونه وشي او ددغه هېواد وضعیت و ارزول شي چې ویل کیږي تر ډېره به د سولې، امنیت او ترهګرۍ ضد مبارزې باندې خبرې وشي. 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لورې په خپل وروستي خپور شوې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ګڼو پرمختګونو ترڅنګ په تېر ۲۰۲۰ز کال کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او د امنیتي پېښو په کچه کې لس سلنه ډېروالی راغلی دی.