امریکا او اروپایي ټولنه له ترکیې غواړي چې بېرته د ښځو د حقونو تړون ته وګرځي

روهي (دوه نۍ/۲ د وري)، امریکا، اروپايي ټولنې او د اروپا شورا د ترکیې پر هغې پرېکړې کلکې نیوکې کړي چې خپل هېواد یې د ښځو د حقونو له تړونه ایستلی دی.

د امریکا ولسمشر د انقرې دا پرېکړه "خواشینوونکې" بللې او اروپایي ټولنې بیا پر ترکي چارواکو غږ کړی چې بېرته دغه تړون ته ور وګرځي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په خبره، چې د ترکیې دا کار د هغو نړیوالو اقداماتو لپاره خواشینوونکی دی چې په ټوله نړۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف پیل شوي دي.

د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې هم د یکشنبې په ورځ د ترکیې پر دې پرېکړې نیوکې وکړې او له انقرې یې وغوښتل چې بېرته د ښځو د حقونو دغه تړون ته وګرځي.

د استانبول تړون د ښځو او سړیو د حقونو په برابرۍ ټینګار کوي او له حکومتونو غواړي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي، قربانیان خوندي او عاملان‌ یې محاکمه کړي.