بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران او ترکیې پر پوله د طوفان له امله یو شمیر افغانان ورک او مړه شوي دي

روهي (دوه نۍ/۲ د وري)، د بهرنیو چارو وزارت یې لورې په همدې موخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې چې په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې داسې خبرونه او عکسونه خپاره شوي چې ښیې یو شمیر افغان وګړو د ایران او ترکیې په پوله کې په یخنۍ او طوفاني هوا کې د بند پاتي کيدو له امله، خپل ژوند له لاسه ورکړي دې.

وزارت وایي، چې د دې خبر په تړاو بهرنیو چارو وزارت د ایران او ترکیې په پوله د ارومیه په چالدران سیمه کې د لږ تر لږه څلورو افغان وګړو مړينه او د دوه تنو ژغورنه تاییدوي.

بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا قضیه د عیني شاهدانو، ایراني او ترکي چارواکو او همدارنګه په دواړو هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو روانو هڅو په مرسته، په کلکه تعقیبوي. چې په همدې اړه، تر اوسه بهرنیو چارو وزارت د ترکیې او ایران تر منځ پوله کې د پیښې سیمې ته چې له تهران څخه ٨٠٠ کیلومتره او له انقرې څخه شاوخوا ١٢٠٠ کیلومتره لرې دی، د لټون دوه ډلې استولي دي.

د یادونې وړ ده چې بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له خپل وګړو څخه غوښتنه کړې ترڅو له غېر قانوني سفرونو څخه چې د دوی ژوند د مرگ له گواښ سره مخامخ کولای شي، په کلکه ډډه وکړي او د انساني قاچاقبرو په ذریعه ونه‌ غولول شي.