ملي دفاع وزارت وایي چې په بهسودو کې یې وسله والو یو ډیپو کشف او له منځه وړی

روهي (دوه نۍ/۲ د وري)، د ملي دفاع وزارت وایي، چې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یې د غیر مسؤلو وسلوالو د چاودیدونکو توکو یو لوی ډیپو کشف او له منځه وړی.

وزارت وایي، چې امنیتي ځواکونو یې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل چې په پایله کې د چاودیدونکو توکو او مهماتو ۱ لوی ډیپو، ۱ قرارګاه او په سېمه کې د ولسي خلکو د زور زیاتي په موخه د وسله والو د اخاذي یو شمېر پوستې کشف او له منځه یوړل شوې.

وزارت همدا راز زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې د وسله والو ۱ موټر، ۶ ایکم مخابرې او د بیم یک ۸ مرمۍ د دوی د ځواکونو لاسته راغلي دي.