.jpg)
روهي (دوه نۍ/۲ د کب)، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اروپایي ټولنې له مشرانو سره په بروکسل کې ګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د ناټو او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د امریکا پر پوځي حضور هم بحث وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، بلېنکن به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې برخه واخلي او د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره به هم پر ځینو مسایلو بحث وکړي.
په همدې موخه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې بروکسل ته به په دې سفر کې د چین او روسیې، دغه راز په افغانستان کې د ناټو پر نقش، سایبري امنیت، د ترورېزم په وړاندې پر مبارزه، اقلیمي بدلون او نورو مسایلو خبرې وشي.