ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا دفاع وزیر سره کتلي

روهي (یوه نۍ/۱ د وري)، ارګ وایي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټین سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټین ولسمشر غني سره په دې لیدنه کې له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او دواړو لوریو د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده.

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د اوسني وضعیت دایمي حل لاره عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل دي او د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې د افغانستان حکومت سره همکاري کوي.

ارګ وایي، چې ولسمشر غني ټینګار وکړ چې عادلانه او پایداره سوله د افغانستان د حکومت مقدس هدف دی او د ور رسېدو لپاره په کور دننه په ټولو کچو کې اجماع رامنځته شوې او موږ به له دې موقع او اجماع څخه بشپړه استفاده وکړو.