ولسمشر غني طالبان د روانې جګړې لپاره هېڅ مشروعيت نه لري

روهي (یوه نۍ/۱ د کب)، ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د طالبانو جګړه مشروعیت نه لري رادې شي او سوله دې وکړي.

ولسمشر غني چې نن یې د نوروز د مراسمو په نمانځغونډه کې خبرې کولې طالبانو ته په خطاب کې ویلې، چې خور او ورور وژنه بس کړئ او راشئ چې يو او بل ومنو، د نوموړي په خبره چې د طالبانو جګړه مشروعيت نه لري او په دوی غږ کوم چې له ورور وژنې لاس واخلي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د واک غوښتنې لپاره نه، بلکې د خدمت لپاره راغلی يم او د خدمت معنی دا ده چې زه ډاډ ترلاسه کړم سوله چې راځي عادلانه او تلپاتې ده.

ولسمشر غني همدا راز ډاډ ورکړ چې تر راتلونکو درې مياشتو پورې به د ملکي کارکوونکو او امنيتي ځواکونو معاشونو پروسه الکترونيکي شي او ترڅنګ به یې د افغانستان امنیتي ځواکونو ۱۳زره کورنيو ته سږ کال په کابل ښار کې د استوګنې نمرې وویشي.