د کرونا له دریمې څپې سره محدودیتونه او ګڼو اروپایي هېوادونو کې د خلکو غبرګونونه

 
 
روهي (یوه نۍ/۱ د وري)، په اروپا کې د کرونا د درېیمې څپې له پیل سره محدودیتونه ډېر شوي چې ورسره جوخت د خلکو غبرګونونه هم ډېر شوي دي. 

تازه په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د محدویتونو ضد لاریونونه پيل شوي دي. د راپورونو له مخې همدا اوس په هالنډ، فرانسه او ايټالیا کې په ځینو ښارونو کې لاریونونه پيل شوي او خلک د محدویتونو د لرې کولو غوښتنه کوي. 

بلخوا د اروپايي هېوادونو حکومتونو بیا پر خپلو امنیتي اداراتو غږ کړی دی چې خپل تدابیر سخت کړي او د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره باید خپلې ټولې هڅې وکړي. په ګڼو نورو اروپايي هېوادونو کې هم د کرونا د درېیمې څپې له امله محدودیتونه ډېر شوي دي.