کونړ کې ملي امنیت د خوست یو تن  سوداګر له ۱۵ ورځو بند وروسته اذاد او کورنۍ ته یې وسپاره

روهي ( نۍ / ۳۰ د کب )، د کونړ ملي امنیت ادارې  له خوا یوتن سوداګر عصمت خان د تښتوونکو له بند خلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو. 
 
د کونړ ملي امنیت مطبوعاتي دفتر رسنیو ته لیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې خوست ولایت اوسیدونکی عصمت خان پنځلس ورځې وړاندې له ننګرهار ولایت څخه اختطاف شوی و.
 
 بیان کې د راغلو مالوماتو له مخې یاد کس د ملي امنیت ادارې له خوا د اختطاف کوونکو له منګلو خلاص او د تښتوونې په تور یې دوه تنه نیول شوي، چې لومړیو پلټنو کې یې په خپل جرام اعتراف کړی دی.