روهي ( درې نۍ / ۲۶ د کب )، د سویل ختیځ زون د ولسونو عالي کمېسیون د رهبرۍ شورا غړو د پکتیکا ولایت د ارګون زون د ۱۱ ولسوالیو د قومونو له استازو سره ولیدل او د راتلونکې لویې ولسي غونډې په تړاو چې په نږدې ورځو کې به په کابل کې ترسره شي، خبرې وشوې.
د سویل ختیځ زون د ولسونو عالي کمېسیون د رهبرۍ شورا غړي ښاغلي اظهارالحق همیم د ارګون مشرانو ته د کمېسیون مشر ضیاءالحق وزیزري پېغام وړاندې کړ.
د وزیزري په پېغام کې د ارګون مشرانو ته راغلي چې کمېسیون پخوا هم د ارګون د ولايت کېدو لپاره غږ پورته کړی و او بیا به يې هم پورته کوي.
د ارګون د ولایت کېدو په تړاو یې د ګډې مبارزې یادونه وکړه او دا یې د ارګون د ټولو قومونو مسلم حق وګاڼه چې ارګون باید ولایت شي.
د اورګون د مشرانو په استازيتوب حاجي ابراهيم افضلي او مولوي سيد حبيب خبرې وکړې. دوی د کمېسیون فعالیتونه د زون په پرمختګ کې اغېزناک او ګټور وبلل. د کمېسیون کړنې يې وستایلې او د هر ډول ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
په پای کې یې د هغو اقداماتو او فعاليتونو په تړاو د کمېسیون د رهبرۍ له شورا مننه وکړه چې پخوا يې د ارګون د ولايت کېدو او قومونو ته د حقوقو په ترلاسي کې ترسره کړي ول.
وروستي