مسکو او انقره کې د سولې په اړه جوړیدونکي غونډه باندې د ناټو ملکي استازي سره د فضلي ناسته

روهي ( دوه نۍ / ۲۵ د کب )، د چارو ادارې لوی رئيس د ناټو ملکي استازي سره د مسکو او انقرې د ناستو په اړه خبرې کړي.
 
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي ستیفانو پونتیکورو سره لیدلي.
 
دیادې ادارې مطبوعاتي دفتر وایي پت دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان سولې پروسه کې د وروستیوپرمختګونو په تړاو بحث او خبرې کړی.
 
بیان کې راغلي دغه راز د لیدنې په مهال د افغانستان د سولې په تړاو په مسکو او انقره کې د جوړیدونکو ناستو په اړه نظرونه شریک  شوي.