ولسمشر غني: د بهسود وروستۍ پېښې غچ اخیستل کېږي

روهي (نۍ/۳۰ د کب)، ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د بهسود وروستۍ پېښې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو له سره ټلیفوني خبرې او غمشریکي وکړه.

ولسمسر غني د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د نسکورې شوې چورلکې د وژل شویو کورنیو سره په دې تلیفوني اړیکو کې د هغوی کورنیو ته د غمشریکۍ ترڅنګ وژل شویو سرتیرو ته یو شمېر ترفیع ورکړې او د هغوی اتلولي یې د نه هیریدو وړ وبلله.

نوموړي همدا راز د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د یادې پېښې ټولو زیانمنو شویو کورنیو ته رسیدګي کېږي او زیاته یې کړه چې د بهسود وروستۍ پېښې د وژا شویو سرتېرو غچ اخیستل کېږي او دغه جنایت د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږي

د یادونې وړ ده، چې تېره د چهارشنبې په شپه د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د علیپور نامسؤله وسله والو د ملي پوځ یوه چورلکه په نښه او نسکوره چې د څلورو پیلوټانو په ګډون پنځه امنیتي سرتېري پکې ووژل شول.